دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۷
د مطلب کود : 282519
په عقرب میاشت کې د څه باندې ۲۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي
د احصایې او اطلاعاتو د ملي اتحادیې چارواکي وايي، په تېره یوه میاشت کې د ۲۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي پاکستان، چین او هند ته صادر شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس‌- کابل: د احصایې او اطلاعاتو د ملی ادارې ویاند محمد حلیم روفی د افغان غږ خبری آژانس خبری آژانس د خبر له مخی، د سه شنبې په ورځ ( د قوس ۲۸ مه) د افغانستان د صادراتو کچه ۲۲۷،۱ ملیون ډالرو ته رسیدلې او د وارداتو کچه یې ۲۲۷.۱ ملیون ډالرو ته رسیدلې ده.
 
هغه زياته کړه، چې د افغانستان ډېرى صادرات پاکستان، هند او چين ته کېږي.
 
رفیع وویل، افغانستان تېر کال د عقرب په میاشت کې د ۲۰۱،۱ میلیون ډالرو صادرات کړي وو، چې د سږ کال په پرتله ۲۶ میلیونه ډالره زیاتوالی ښيي.
 
بل خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې افغانستان ۶۸ هېوادونو ته صادرات کړي او له ۸۹ هېوادونو یې واردات کړي دي.
 
د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده وايي، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت هڅه کوي چې د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو سره نړیواله سوداګري پراخه کړي.
 
هغه زیاته کړه، موږ د صادراتو او وارداتو په برخه کې د هېواد خصوصي سکتور ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي، څو وکولای شو د تېر په پرتله ښه سوداګري ولرو.
 
جواد همداراز وویل، د ۲۰۲۳ کال له پیله تر اوسه د افغانستان سوداګري څه باندې ۸ میلیارده ۶۹۱ میلیونه ډالره ده، چې له دې جملې څخه یو میلیارد ۷۱۷ میلیونه ډالره صادرات او ۶ میلیارده ۹۷۴ میلیونه ډالره واردات دي.
 
په همدې حال کې د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، اسلامي امارت صادراتو ته لومړیتوب ورکوي او د هېواد ډېری توکي پاکستان ته صادرېږي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې اسلامي امارت صادراتو ته لومړیتوب ورکوي او په ګمرکونو کې یې د صادراتو لپاره ځانګړې پالیسي جوړه کړې ده.
 
الکوزي زياته کړه، چې په بندرونو او پولو دواړو کې په لومړي ګام کې د صادراتي توکو بار موټر له قدمونو تېرېږي او ورپسې نور موټرونه تېرېږي.
 
نوموړي دغه راز په ډاګه کړه، چې د هېواد تر ټولو ډېر صادر شوي توکي د سلګونو ميليونو ډالرو په ارزښت معدنونه په ځانګړې توګه تالک، مرمر او ډبرو سکاره دي، چې پاکستان ته صادر شوي دي.
https://avapress.com/vdccsiqio2bq4p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته