دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 282529
افغانستان د نږدې ۷۰ ډوله مصرفي توکو په تولید کې پر ځان بسیا شوی دی
د صنعتکارانو د اتحادیې چارواکي وايي، په تېرو دوو کلونو کې افغانستان د شاوخوا ۷۰ ډوله مصرفي توکو په تولید کې پر ځان بسیا شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنعتکارانو د اتحادیې مرستیال نجیب الله صدیقي د سه شنبې په ورځ (قوی ۲۸) د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې که څه هم د افغانستان صنعت نوی دی؛ خو په تېرو دوو کلونو کې موږ په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې لرو.
 
صديقي زياته کړه، چې افغانستان د ٦٦ ډوله مصرفي توکو په توليد کې پر ځان بسيا شوى، چې د پلاستيک، پايپونو ترميم، ګادر او د اوسپنې نور توليدات په کې شامل دي.
 
د صدیقي د څرګندونو پر بنسټ؛ افغانستان نه یوازې د شګو او ګدر د تولید په برخه کې خپلې اړتیاوې پوره کوي؛ بیل دغه محصولات یو شمیر ګاونډیو هیوادونو ته هم صادروي.
 
د صنايعو د اتحاديې مرستيال دغه راز وويل، چې افغانستان د خښتو د توليد په برخه کې پر ځان بسياينې ته رسېدلى دى او د هېواد د صنايعو توليدات لوړ کيفيت لري او د خلکو په منځ کې ډېر مينه وال لري.
 
د هغه د څرګندونو پر بنسټ؛ افغانستان د تولیداتو په برخه کې د لوړ کیفیت لرونکي تولیدات لري چې د وارداتي توکو په پرتله خورا لوړ دي.
 
هغه دا هم وویل چې اسلامي امارت او صنعتکاران لاس په کار دي ترڅو افغانستان د نورو تولیدي صنایعو په برخه کې پر ځان بسیا شي.
 
صدیقي له خلکو وغوښتل چې د وارداتي توکو پر ځای له کورنیو تولیدي صنایعو کار واخلي او په دې کار سره د فقر مخه ونیسي او کار پیدا کړي.
 
په ورته وخت کې د اوسپنې د استخراج د شرکتونو د اتحادیې مسوولین وايي چې دا مهال افغانستان د فلزاتو او فلزي تولیداتو په برخه کې پر ځان بسیا کېدو ته رسېدلی او حکومت باید پر وارداتي ساختماني توکو تعرفه لوړه کړي.
 
د اوسپنې د خړوبولو او د فولادو د تولید د شرکتونو رئیس عبدالناصر رشتیا د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې په هېواد کې د اوسپنې د خړوبولو ۴۲ شرکتونو څه باندې ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کړې ده.
 
هغه زیاته کړه، دغو شرکتونو افغانستان د سیخ ګل او نورو فلزاتو په تولید کې پر ځان بسیا کړی دی.
 
رشتیا ټینګار وکړ چې حکومت باید د ورته توکو د واردولو مخه ونیسي یا لږ تر لږه سل په سلو کې مالیه ورکړي ترڅو کورنیو شرکتونو ته د کار زمینه برابره شي.
 
د اوسپنې د استخراج او فولادو د تولید د شرکتونو مشر ټینګار وکړ، چې له بلې خوا به د اسلامي امارت په دې اقدام سره د هېواد صادرات زیات شي او صنعتکاران به د اقتصادي ودې په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
 
په همدې حال کې د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې چارواکي وايي، له حکومت سره په ګډه د کورنیو صنایعو د معیاري کولو لپاره کار کوي.
 
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وویل: " ټیټ کیفیت لرونکي توکي چې افغانستان ته ننوځي مشتریان او د افغانستان صنعت دواړو ته زیان رسوي او د ټیټ کیفیت لرونکو توکو د ننوتلو مخه باید په جدي توګه ونیول شي."
https://avapress.com/vdcdxx0xnyt0jk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته