دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۸
د مطلب کود : 282543
د خوړو نړیوال پروګرام په سړه موسم کې د افغانانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، اقتصادي بحران، وچکالۍ او د ژمي وېره د افغانستان خلک دې ته اړ کړي، چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره منفي تګلارې غوره کړي.
افغان غږ خبری آژانس‌- کابل: د خوړو نړیوال پروګرام د یوې خبرتیا په خپرولو سره دغه موضوع اعلان کړې ده.
 
د دې موسسې مشر فرانسوا ګومینز وویل: «په کلیوالو سیمو کې کورنیو خپلې وروستۍ پاتې شتمنۍ لکه تخمونه، غواګانې او کرنیز وسایل پلورلي دي.
 
د خوړو د نړیوال پروګرام دغه چارواکي ویلي چې په افغانستان کې له هرو دریو کسانو څخه یو یې نه پوهیږي چې خپل راتلونکی خواړه چیرته ترلاسه کړي او د دغه هیواد خلک له سخت ژمي سره مخ دي.
 
نوموړي دغه راز له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د ۲۵ ميليونه يورو مرستې هرکلی وکړ او ويې ويل چې دغه پيسې به د خوړو نړيوال پروګرام له لوږې سره د مرستې، د خوارځواکۍ په مخنيوي او مبارزه کې مرسته وکړي.
 
د خوړو نړیوال پروګرام دې ته اشاره کړې چې د افغانستان په ښارونو کې له هرو دریو کورنیو څخه یوه یې د خپل ژوند د برابرولو فرصت نه لري او د کار په لټه کې دي.
 
دغه بنسټ یو ځل بیا د افغان ولس پر ناوړه وضعیت رڼا اچولې او ویلي یې دي، مخکې له دې چې واورو او یخنۍ لیرې پرتو سیمو ته د خلکو د تګ راتګ لاره پرې کړي، باید د اړتیا وړ بودیجه برابره شي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د خوړو نړيوال پروګرام په افغانستان کې له ميليونونو خلکو سره د مرستې په موخه د ٨٠٠ ميليونو ډالرو بېړنۍ مالي مرستې غوښتنه کړې وه.
https://avapress.com/vdcjx8e8tuqeoiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته