دخپریدو نیټه :شنبه ۲ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۲۱
د مطلب کود : 282741
په غور کې څه باندې لس زره کسانو ته مرستې وویشل شوې
د غور ولایت سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) له لوري پر ۱۰۱۰۵ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د وېش خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس: د غور ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، دغه مرستې د تیورې او الفاروق په ولسوالیو کې وویشل شوې.

په ورته وخت کې د غور یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د مرستو د دوام او پراخېدو غوښتونکي دي.

د يادونې وړ ده، چې د ژمي د موسم له پيلېدو او په افغانستان کې د لوږې له جدي بحران سره، د خوړو نړيوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې ميليونونه خلک بشري مرستو په ځانګړې توګه خوراکي توکو ته جدي اړتيا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان خلک د سړې موسم په را رسیدو سره له سختو حالاتو سره مخ دي.
https://avapress.com/vdcjx8e8vuqeoaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته