دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۲
د مطلب کود : 282951
د ترانسپورت او هوايي چلند سرپرست وزیر ازبکستان ته سفر وکړ
د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست حمدالله اخندزاده نن سه شنبه (د جدی ۵ مه) د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته تللی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، نوموړی به د دغه سفر په ترڅ کې د ازبکستان د ترانسپورت له وزیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورتی اړیکو پر پراختیا خبرې وکړی.

د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند سرپرست وزیر به په دغه سفر کې د ازبکستان د هوايي چلند ادارې له مسوولینو سره هم وګوري.

دا سفر په داسې حال کې شوی، چې د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر د دغه هېواد د بېلابېلو چارواکو په ملتیا کابل ته راغلی و.

د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویلي دي چې په دغه سفر کې د ځمکني ترانسپورت په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وشوې.

د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو میاشتو کې د اسلامي امارت او ازبکستان ترمنځ اړیکې پراخې شوي او د دواړو لوریو استازو کابل او تاشکند ته سفرونه کړي او په بېلابېلو برخو کې یې د تفاهم یادداشتونه لاسلیک کړي دي.
https://avapress.com/vdccpiqis2bq4o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته