دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 283494
څه باندې ۱۷۰ امنیتي سرتیري د کابل د پولیسو له روزنیز مرکز څخه فارغ شول
د کابل د امنیه قومندانۍ مرستیال محمد ابراهیمي له امنیتي ځواکونو غوښتي چې د شرعي احکامو د تطبیق په برخه کې دې د هیچا تر نفوذ لاندې نه وي.
افغان غږ خبری آژانس: د کابل د امنیه قومندانۍ مرستیال د څه باندې ۱۷۰ امنیتي ځواکونو د فراغت په مراسمو کې وویل چې د نورو په خاطر باید شرعي اهداف تر پښو لاندې نه شي.

محمد ابراهیم وویل: موږ د نورو او د شیطان د رضا لپاره خپل دیني اهداف نه تر پښو لاندې کوو. موږ یوازې د الله تعالی بندګان یو، زموږ خالق، پالونکی الله دی. د شرعي احکامو په پلي کولو کې د چا تر اغېز لاندې مه اوسئ.

څه باندې ۱۷۰ امنیتي سرتیري د کابل د پولیسو له روزنیز مرکز څخه تر دوه میاشتنیو مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.

د کابل د امنیه قومندانۍ مرستیال بیا هم د اسلامي امارت له ځواکونو غوښتي چې خپل څېره او شخصیت له شرعي احکامو سره سم کړي.

نوموړی زیاتوي چې اوسنی اسلامي نظام د خلکو په همکارۍ رامنځته شوی او دغه نوي فارغ شوي ځواکونه باید د خلکو خدمت وکړي.

د کابل د پولیسو د روزنیز مرکز د معلوماتو په اساس، د اسلامي امارت له فعالیدو وروسته پولیسو او افسرانو په دغه روزنیز مرکز کې تر ۶۰ زیات په بیلابیلو کورسونو کې مسلکي زده کړې کړي او اوس د کابل ښار په بیلابیلو سیمو کې په دندو بوخت دي.
https://avapress.com/vdcf1md0jw6dcja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته