دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 283708
د شیعه علماوو شورا د کابل په لویدیځ کې تروریستي حمله وغندله
د هېواد د شيعه علماوو شورا د يوې اعلاميې په خپرولو سره د کابل په لوېديځ کې هغه تروريستي چاودنه چې په نتيجه کې يې ١٦ تنه شهيدان او ټپيان شول، په کلکه غندلي دي. د علماوو د سرتاسري شورا په اعلامیه کې همداراز راغلي چې دغه شورا د افغانستان د اسلامي امارت له امنیتي ځواکونو څخه په جدي توګه غوښتنه کوي چې د خلکو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او اجازه ورنکړي چې په هېواد کې یو ځل بیا ګډوډي، ترور، چاودنې، قتلونه او قتل عام وشي. "
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د شیعه علماوو شورا د اعلامیې په متن کې راغلي:

بسم الله الرحمن الرحیم
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د کابل په لویدیځ کې په یوه مسافر وړونکي موټر کې د یوې تروریستي چاودنې شاهدان وو، چې په پایله کې یې یو شمېر بې ګناه او بې دفاع هېوادوال شهیدان او د دې سیمې یو شمېر نور اوسېدونکي ټپیان شول.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا په داسې حال کې چې دغه وحشیانه ترهګریز عمل په کلکو ټکو غندي او د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي، د افغانستان مسلمان ملت په ځانګړې توګه د کابل د لوېدیځ له شریفو او پرهېزګارو خلکو سره په پرله پسې توګه له امنیتي ځواکونو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د خلکو امنیت ته جدي پام وکړي او پرې نه ږدي چې هیواد یو ځل بیا ګډوډي، ترور، چاودنو، قتلونو او قتل عامونو ته ولویږي.

له بده مرغه موږ ټول شاهدان یو چې په دې وروستیو څو اونیو کې د افغانستان د شیعه ګانو پر ضد هدفي ترهګریز بریدونه یو ځل بیا زیات شوي دي او په دې بریدونو کې زموږ ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي په داسې حال کې چې قربانیان یې ملکي وګړي دي او په هیڅ ډول نظامي او سیاسي شخړه کې ښکیل نه دي. 
نو له همدې امله حکومت ته لازمه ده چې د ټولنې تر ټولو مهمه اړتیا په توګه د خلکو ملي امنیت تامین کړي او په جدي توګه عمل وکړي.

   د افغانستان د شیعه علماوو شورا
 
‏ کابل_ ۱۷ جدی ۱۴۰۲ برابر با ۲۴ جمادی الثانی
۱۴۴۵

باید وویل شي، چې په دې وروستیو میاشتو کې په شیعه مېشتو سیمو کې د هېواد پر یو شمېر علماو او عامو خلکو څو ځله هدفي بریدونه شوي دي.
https://avapress.com/vdcdzs0xjyt0j56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته