دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 283725
له کابل ښار څخه د څه باندې ۴۸ زره سوالګرو راټولول
د رئیس الوزرا د دفتر اقتصادي مرستیال وايي، تر اوسه د کابل له بېلابېلو سیمو ۴۸۱۱۹ سوالګر راټول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا اقتصادی مرستیال په یوه ویډیو کې ویلی چې په راټولو شویو سوالګرو کې ۱۴ زره ۸۱۳ ښځې، ۷ زره ۵۸۰ نارینه او ۲۵ زره ۷۲۶ ماشومان دی.

دغه دفتر زیاتوي، چې له مستحقو سوالګرو سره د خوراکي توکو ترڅنګ نغدي مرسته هم شوې او سوالګر ماشومان هم له نوم لیکنې وروسته یتیمانو ته ورپېژندل شوي دي.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، د ماشومانو سوالګرو او یتیمانو ته مسلکي زده کړې او روزنه ورکول کیږي.

دغه دفتر همداراز ویلي چې د هېواد په یو شمېر لویو ښارونو کې د سوالګرو د راټولولو بهیر پیل شوی او تر اوسه له دغو ښارونو څخه زرګونه سوالګر راټول شوي دي.

په همدې حال کې له څو میاشتو راهیسې په کابل ښار کې د سوالګرو د راټولولو لړۍ روانه ده.
https://avapress.com/vdcci1qip2bq4m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته