دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۳
د مطلب کود : 283733
د خوړو نړیوال پروګرام په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان خلکو ته ۳۵۰ زره ټنه خوراکي توکي ورکړي دي
د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې به د دغه سازمان لارۍ په ټول افغانستان کې ۳۵۰ زره ټنه خوراکي توکي انتقال کړي څو تر ټولو زیانمنونکو خلکو ته ورسیږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام دغه احصایه د ایکس پر یوه پوسته خپره کړه.

دغه بنسټ ویلي، چې له سختو لارو سره سره بیا هم زیانمنو خلکو ته د لاسرسي او خدمتونو د وړاندې کولو لاره لټوي.

د خوړو نړیوال پروګرام د دې مرستو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او نه دي ویلي چې د افغانستان په کومو ولایتونو کې به څه ډول وویشل شي.

تېر کال هم دغه بنسټ په وار وار د افغانستان خلکو ته د مرستو د رسولو په برخه کې د بودیجې د کموالي خبره تکرار کړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په راتلونکي ژمي کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د مرستندویه بنسټونو اړتیاوې برابرې کړي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د خوړو نړيوال پروګرام د هېواد په شپږو ولايتونو کې له ١٢زره کورنيو سره نغدي او غيرې نغدي مرستې وېشلې دي.
https://avapress.com/vdcbffb5frhbwzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته