دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۴
د مطلب کود : 283764
په جوزجان ولایت کې له ۱۷۰۰ بې ځایه شویو کورنیو سره د نغدو پیسو د ویش بهیر پیل شو
د "ښځو لپاره د ښځو دفتر" د جوزجان ولایت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاست سره په همغږۍ د درزاب، غور تپې او مردان ولسوالیو په ۱۷۲۳ بې ځایه شویو کورنیو د نغدي مرستو د ویش لړۍ پیل کړه.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د جوزجان ولایت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو رئیس ملا امان الله طلحه په جوزجان کې پر بې ځایه شویو باندې د نغدو پیسو د ویش په اړه وویل: د "ښځو لپاره د ښځو دفتر" سره په همغږی دی د جوزجان ولایت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاست د درزاب، غور تپې او مردان ولسوالیو څخه د ۱۷۲۳ بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو لړۍ پیل کړه.

هغه زیاته کړه: "هرې کورنۍ ته له ۱۳۷۰۰ څخه تر ۱۸۷۰۰ افغانیو پورې نغدې پیسې وېشل شوي او دا لړۍ دوام لري او د نغدو پیسو د وېش موخه د ژمي د تېلو ورکړه او د ګرمو جامو پېرودل دي."

په همدې حال کې د جوزجان ولايت يو له بې ځايه شويو کسانو څخه محمد بشير وويل چې په هغو کورنيو کې چې د خپلو کورونو او سيمو پرېښودو ته اړ شوي، بې وزلي او بېکاري دومره زياته ده چې د ورځې درې وخته ډوډۍ هم نه شي ترلاسه کولای او زه له نړیوالې ټولنې غواړم چې په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره خپلې مرستې پراخې کړي.

نوموړي پر بېځايه شويو کورنيو د نغدو پيسو د وېش د پروسې هرکلى وکړ او زياته يې کړه، چې وېشل شوې پيسې کولى شي دغه کورنۍ د سړې په موسم کې د مرګ او ناروغيو له خطر څخه وژغوري.
https://avapress.com/vdcfvmd0jw6dcea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته