دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۳۰
د مطلب کود : 283930
په غزه کې د شهیدانو شمیر له ۲۳ زرو تنو څخه واوښت
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې کابو درې میاشتې مخکې په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د یرغل له پیله تراوسه ۲۳۳۵۷ تنه شهیدان او ۵۹۴۱۰ تنه نور ژوبل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت هم په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د فلسطیني شهیدانو شمیر ۱۴۷ تنه شهیدان او ۲۴۳ تنه ټپیان کړي دي.

په عین حال کښې د فلسطین د روغتیا وزیر اعلان وکړ چې د صهیونیسټی رژیم پوځیانو د لویدیځې غاړې په جنوب کښې د فلسطین د روغتیا په وزارت پورې تړلی یو طبی مرکز چاپه واچوله او دننه یې تجهیزات ویجاړ کړل.

له بلې خوا دفلسطین سرې میاشتې اعلان وکړ چې په نابلس باندې د نیواکګرو عسکرو په حملې کښې دولس کسان ژوبل شوی دی .
https://avapress.com/vdcaeenuw49nao1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته