دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 283964
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په اشغال شوو سیمو کې ۳۷ تنه اسراییلي سرتیري ټپیان شوي دي
د صهیونیسټ رژیم رسنیو خبر ورکړی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د دغه رژیم ۳۷ پوځیان د نیواک په سیمو کښې ژوبل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانسv: د صهیونیسټی رژیم پوځیانو نن د لویدیځې غاړې په جنین او نابلس ښارونو حملې وکړې او د دغو سیمو د زړورو ځوانانو له مقاومت سره مخامخ شول.

ويل کيږي چې په دغو نښتو کې دصهيونيسټ رژيم په لسګونو پوځيان ټپيان شوي دي .

د الاقصی د شهیدانو کنډک په جنین کښې له صهیونیسټی پوځیانو سره د خپلو جنګیالیو د سختې مقابلې اعلان وکړ او هغوی یې په چاودیدونکو موادو او مرمیو وویشتل.

د نابلس زوړ سیمه د ځوانو جنګیالیو او صهیونیسټي یرغلګرو ترمینځ د نښتو شاهده ده.

په خپرو شویو انځورونو کې داسې ښکاري چې په نابلس باندې د صهیونیسټي یرغلګرو پوځیانو د حملې په وخت کې ځوانو جنګیالیو د هغوی په وړاندې د چاودیدونکو موادو یوه کڅوړه انفجار کړه.

اسراییلي ځواکونو نن په لویدیځه غاړه کې په نابلس برید وکړ چې په ترڅ کې یې په هغو خبریالانو باندې اوښکې بهونکی ګاز وشیندلو چې د دوی له ګواښونو سره سره د پرمختګونو د پوښښ لپاره راغلي وو.
https://avapress.com/vdch-xnik23n6wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته