دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۲
د مطلب کود : 283990
په میدان وردګ کې د اوبو د پنځو کوچنیو بندونو د جوړولو کار بشپړ شو
د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي، د میدان وردګ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د پنځو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اوبو او انرژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د میدان وردګ ولایت په قر، چک، جلریز، جغتو او سید آباد ولسوالیو کې د اوبو پنځه واړه بندونه جوړ شوی. 

د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست د دغو بندونو د جوړولو د کار د پيل په مراسمو کې وويل چې دغه وزارت پر دغو پروژو ١٧ ميليونه افغانۍ لګولې دي.

تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وړو پروژو کار د دولت او نړیوالو موسسو له خوا بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
https://avapress.com/vdcgyw9xzak97y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته