دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۵
د مطلب کود : 284036
د څه باندې ۱۰ میلیارد افغانیو په ارزښت د څلورو کانونو د استخراج تړون لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د څه باندې لس میلیارد افغانیو په ارزښت په بغلان ولایت کې د سرو زرو، په پروان ولایت کې د کروم کان او په هرات ولایت کې د ډبرو سکرو او اوسپنې د کانونو قرارداد له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د څه باندې ۱۰ میلیارد او ۱۵۰ میلیونو افغانیو په ارزښت دغه تړونونه پرون پنجشنبه (د جدی ۲۱ مه) په کابل کې له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک شول.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت د اعلامیې له مخې، د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د قره زغان د سرو زرو د استخراج پروژه د څه باندې ۱۲۴ میلیونو افغانیو په پانګونې او د ۵۵ سلنه ملکیت حق په لرلو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
 
همدارنګه په هرات ولایت کې د پښتني زرغون اوسپنې د استخراج تړون د څه باندې ۱۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې او د سرپرست حکومت د ۲۰ سلنه امتیاز په بدل کې له "همګراین غرب" شرکت سره لاسلیک شو.
 
د اسلامي امارت د کانونو وزارت دا هم ویلي چې د پروان ولایت د کرومایټ کوه صافي کان د استخراج تړون د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د «علیم شاه بابا» او «جاوید نیازي» له شرکتونو سره په امتیازي ډول لاسلیک شوی دی.
 
دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت د هرات د کرخ ولسوالۍ د لرګیو د جومات د ډبرو سکرو د استخراج چارې د ۱۵۱ میلیونو افغانیو په پانګونې او د هر ټن د ۲۲۰۰ افغانیو په ارزښت د حضرت بلال خالد لمیتید شرکت ته وسپارلې.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د دغو قراردادونو د لاسلیک په مراسمو کې وویل چې په دغو پروژو کې به په مستقیم او غیر مستقیم ډول لسګونه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
 
نوموړي د امو سيند په حوزه کې د نفتو د استخراج په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د تېلو ١٨ څاه ګانې فعالې دي او هره ورځ سل ټنه تېل استخراجېږي.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د څلورو نورو لویو قراردادونو په اړه هم معلومات ورکړل چې د اعلان په مرحله کې دي او ویې ویل چې په دغو پروژو کې په پنجشیر ولایت کې د اوسپنې کان، په جوزجان ولایت کې د سمنټو د تولید فابریکه، په غور ولایت کې د تولک ډبرو او په کندز ولایت کې د سرو زرو کانونه شامل دي. 
 
باید وویل شي، چې سږ کال د کانونو وزارت او کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د څو لویو کانونو د استخراج تړون لاسلیک شوی دی.
https://avapress.com/vdcip5arqt1avu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته