دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 284059
چین د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي
د چين د دولت د نړيوالې همکارۍ د څانګې مرستيال په بېجينګ کې د اسلامي امارت له سفير سره په کتنه کې وويل، هېواد يې غواړي په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ يا فلج ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره له سرپرست حکومت سره همکاري وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چین د دولتي ادارې (CIDCA) د نړیوالو همکاریو د څانګې مرستیال لی مینګ په چین کې د اسلامي امارت له سفیر بلال کریمي، مولوي اسدالله سره په کتنه کې وویل: له راستنیدونکو افغان مهاجرینو سره د مرستې تر څنګ، هغه غواړي چې له امارت سره همکاري وکړي، ترڅو په افغانستان کې د پولیو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

ښاغلي کریمي په افغانستان کې له پولیو سره د مبارزې په برخه کې د دې ادارې هڅې وستایلې او ویې ویل چې په دې برخه کې د امارت له اړوندو څانګو سره په همغږۍ کار کوي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو فلج ناروغي په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.
https://avapress.com/vdcdko0xnyt0jz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته