دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 284174
اسلامي امارت د تایوان په اړه د «یو چین» تګلارې ملاتړ کوي
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې اسلامي امارت د تایوان په اړه د «یو چین» د تګلارې ملاتړ کوي چې د تایوان د ټاکنو په اړه چې د شنبې په ورځ (جدی ۲۳مه) د چین مخالف نوماند وګټل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن یکشنبه (د جدی ۲۴ مه) په ټولنیزه شبکه X کې لیکلي چې چې اسلامي امارت د تایوان په اړه د «یو چین» د تګلارې ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت د «یو چین» اصولو ته ژمن دی او د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه د سیمې د سولې او ثبات په زیان ګڼي.

په عین حال کې لویدیځ هیوادونه د تایوان د خپلواکۍ ملاتړ کوي، خو چین تایوان د خپلې خاورې برخه ګڼي.
https://avapress.com/vdcbzab5arhbw8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته