دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۲
د مطلب کود : 284249
هره میاشت د افغانستان لرې پرتو سیمو ته څه باندې ۸۰۰۰ لاری خوراکی مواد استول کیږی
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې هره میاشت د دغه سازمان له خوا ۸۵۰۰ لارۍ خوراکي توکي د افغانستان غرنیو او ناامنو سیمو ته استول کېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی، چې د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د مرستو په لیږلو کې له ستونزو سره سره، اړمنو ته د مرستو رسولو لړۍ دوام لری.

دغه بنسټ په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د دوی خوراکي مرستې به د هغو افغانانو د ژوند د ژغورلو یوازینۍ لار وي چې په سخت ژمي کې له لوږې سره مخ دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، هره میاشت د خوړو نړیوال سازمان له خوا ۸۵۰۰ لارۍ خوراکي توکي غرنیو او ناامنو سیمو ته استول کېږي.

د یادونې وړ ده چې د خوړو نړیوال پروګرام یو له هغو موسسو څخه دی چې په ټول افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د بشري مرستو د ویش په برخه کې فعالیت کوي.
https://avapress.com/vdceee8wojh8vwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته