دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 284465
د هېواد په درېیو ولایتونو کې پر دوه زره او ۶۵۹ کورنیو مرستې وویشل شوې
د میدان وردګ،پنجشیر او هرات ولایتونو چارواکو په دغو ولایتونو کې پر ۲۶۵۹ اړمنو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ویش اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د میدان وردګ ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست نن چهارشنبه د جدی په ۲۷ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د خوراک نړیوال سازمان د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې له ۱۲۷۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
 
بل خوا د پنجشېر ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست په دغه ولايت کې له ٨٤٦ اړمنو کورنيو سره د نغدي مرستو او ژمنيو جامو د وېش اعلان کړى دى.
 
د دغه رياست د څرګندونو له مخې: دغه مرستې د مهاجرت د نړيوال سازمان له خوا له ايران او پاکستان څخه په راستنېدونکو او بې ځايه شويو کسانو وويشل شوې دي.
 
دغه رياست زياته کړه، چې هرې کورنۍ ته ١٤٩٠٠ افغانۍ نغدې او ژمنۍ جامې ووېشل شوې.
 
په همدې حال کې د هرات د سرې میاشتې ټولنې د زنده جان او کشک رباط سنګي ولسوالیو له زلزلې ځپلو ۵۴۳ کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو او نغدي مرستو د وېش اعلان وکړ.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د ترکيې د سرې مياشتې ادارې په مرسته د زنده جان ولسوالۍ له ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنيو سره خوراکي او غير خوراکي توکي ووېشل شول او دغه راز د کشک رباط سنګي ولسوالۍ له زلزله ځپلو کورنيو سره پنځه زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه. هرې کورنۍ ته ویشل شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د بې وزلۍ او لوږې د ډېرېدو له امله په روان ژمي کې مرستندويه ادارو له اړمنو کسانو سره خپلې مرستې زياتې کړې دي.
https://avapress.com/vdcepe8wnjh8vei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته