دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۵۱
د مطلب کود : 284477
عارف علوي: ایران او پاکستان وروڼه دي/مسئلې باید د خبرو او مشورې له لارې حل شي
د پاکستان ولسمشر عارف علوي نن پنجشنبه ایران او پاکستان وروڼه هېوادونه وبلل او د خبرو له لارې یې د ستونزو پر حلولو ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان ولسمشر عارف علوي نن په یوه بیان کې ایران او پاکستان وروڼه هیوادونه وبلل او زیاته یې کړه چې دواړه هیوادونه باید خپلې ستونزې د خبرو او مشورې له لارې حل کړي.
 
په دغه بیان کې هغه وویل، "پاکستان به د خپل ملي امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا په ساتلو کې هیڅ ډول جوړجاړی ونه کړي او د دفاع لپاره به ټول اړین ګامونه پورته کړي."
 
علوي په دغه بیان کې زیاته کړې، "پاکستان د ټولو هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی کوي او له نورو هېوادونو هم د ورته چلند تمه لري." هغه همدا راز ترهګري یوه ګډه ننګونه وبلله چې د له منځه وړلو لپاره یې نړیوالو هڅو ته اړتیا ده.
 
دا بیان د ایران په سرحدي سیمه کې په یوه نقطه کې د نن ورځې له برید وروسته خپور شو چې په نتیجه کې یې د ایران اعتراضونه وشول.
 
څو ساعته مخکې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کناني د پاکستان له لوري ترسره شوی برید وغانده او ویې ویل چې په رسمي توګه د دغه احتجاج د اعلانولو او په دې اړه د پاکستان له حکومت څخه د وضاحت غوښتنه کوي. په تهران کې د دغه هېواد د سفارت شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه برید په اړه په یوې بیانیې کښې ادعا وکړه:«نن سهار پاکستان د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کښې د ترهګرو په پټنځایونو باندې یو لړ دقیق، پوره همغږی او هدفمند پوځی حملې وکړې.
 
د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د پولیسو او امنیت د مرستیال په وینا، نن سهار ۴:۳۰ بجې د سراوان په سرحدي کلي کې څو چاودنې وشوې، چې له امله یې اوه تنه وژل شوي او ټول غیر ایراني اتباع دي. د خبریالانو د تعقیب له مخې اوس مهال د ایران او پاکستان سرحدي سیمې ارامې او له کړکېچ څخه پاکې دي.
https://avapress.com/vdchqkniq23n6kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته