دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۲
د مطلب کود : 284712
په تېره یوه میاشت کې په هېواد کې د شاوخوا ۳ زره بهرنیو اتباعو د تګ راتګ ثبتول
د اسلامي امارت د احصایې او اطلاعاتو سیمه ییزې ادارې اعلان کړی چې په تېره یوه میاشت کې یې د هېواد له بندرونو او هوايي ډګرونو د ۲۹۷۰ بهرنیو اتباعو تګ راتګ ثبت کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغې ادارې د دوشنبې په ورځ (دلوی ۲۹) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بهرنیو اتباعو زیاتره تګ او راتګ د نیمروز له بندر، د هرات له بندرونو او هوايي ډګر او د تورخم له لارې ترسره کیږي.
 
د اسلامي امارت د احصایې او معلوماتو له مخې په دې موده کې د ۱۹ ښځو په ګډون ۱۵۵۱ تنه بهرني اتباع داخل شوي او د ۱۹ ښځو په ګډون ۱۴۱۹ تنه له هیواده وتلي دي.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د نفوسو د احوالو د ثبت اداره د نورو فعاليتونو تر څنګ د هېواد د رسمي بندرونو او هوايي ډګرونو له لارې د بهرنيو اتباعو د ننوتلو او وتلو د ثبت مسووليت هم لري.
 
تر دې مخکې د اسلامي امارت د احصایې او اطلاعاتو ادارې د بندرونو او هوايي ډګرونو له لارې د ۲۵۸۶ بهرنیو اتباعو د راتګ او راتګ خبر ورکړی و.
 
د شمېرو له مخې په تېرو دوو کلونو کې څه باندې درې زره بهرنیو اتباعو د افغانستان له تاریخي ځایونو او بېلابېلو ولایتونو څخه لیدنه کړې ده.
https://avapress.com/vdcjvxe88uqeoaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته