دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 284794
د پنجشیر زمرد د دولسم ځل لپاره وپلورل شو
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت د دولسم ځل لپاره د داوطلبۍ له لارې د پنجشېر زمرد له درې زره قیراط څخه د زیات پلور اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د پنجشیر د ۳۵۲۰ قیراط زمرد د ۴۰۵۵۰۰ ډالرو په ارزښت پلورل شوی دی.

د کانونو وزارت تر دې دمه د پنجشیر ولایت له کانونو څخه ۳۴ زره ۲۰۰.۸ قیراط زمرد استخراج کړي چې ټولیز ارزښت یې دوه میلیونه ۶۱۳ زره ۵۰۰ ډالره دی.

د کانونو وزارت وايي، چې د دې پیسو لس سلنه یې د مالیې وزارت ته ورکول کېږي او پاتې نوره یې د قراردادي شرکتونو پورې اړه لري.

ویل کېږي چې د تېر حکومت پر مهال د پنجشیر زمرد د زورواکو له خوا په ناقانونه توګه استخراج او پلورل کېدل.
https://avapress.com/vdcjhxe8xuqeoaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته