دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۲
د مطلب کود : 285177
په پنجشېر کې نږدې درې زره قیراط زمرد له ۲۹۶ زره ډالرو ډېر وپلورل شو
د پنجشیر سیمه ییز چارواکي وايي، په نوي داوطلبۍ کې له دغه ولایت څخه ۲۸۷۶ قیراط زمرد استخراج شوي چې په ۲۹۶۷۵۰ امریکايي ډالرو پلورل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د پنجشیر د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه داوطلبۍ پرون (چهارشنبه) د دغه ولایت د کانونو د څارنې د کمېټې په حضور کې ترسره شوه او ملي سوداګرو دغه اندازه زمرد وپېرل.

تېره اوونۍ د پنجشېر له درې زره قيراط څخه ډېر زمرد په يوه ليلام کې وپلورل شول.

د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د پنجشېر د زمردو د استخراج بهیر یو معیار ته ګړندی شوی دی.
https://avapress.com/vdcfetd0ew6dcya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته