دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 285287
اسلامي امارت ژمن دی چې د افغانستان خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي
د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د ډاکټرانو او متخصصینو له یوې ډلې سره په کتنه کې وویل چې سرپرست حکومت د افغانستان خلکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د برئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ډاکټرانو او متخصصینو له یوې ډلې سره په کتنه کې وویل چې اسلامي امارت د افغانستان خلکو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

هغه زياته کړه، په دې برخه کې چارواکي هڅه کوي، چې د وړ ډاکټرانو د پېژندنې او استخدام ترڅنګ د روغتونونو لپاره د پرمختللو روغتيايي اسانتياوو برابرولو لپاره هڅې وکړي.

ډاکټرانو او متخصصینو هم په دې ناسته کې وویل، چې دا مهال د هېواد په هره څانګه کې کافي متخصص ډاکټران شتون لري.

دوی زیاته کړه، که پرمختللې طبي اسانتیاوې او وسایل ورته برابر شي، کولای شي په بېلابېلو څانګو کې د ناروغانو ستونزې هوارې کړي.

د يادونې وړ ده، چې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د بشري مرستو له بندېدو سره د دغه هېواد روغتيايي سيستم هم له ستونزو سره مخ شوى دى.
https://avapress.com/vdch6mniq23n6id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته