دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۸
د مطلب کود : 285830
اوچا: احتمال شته چې سږ کال یو میلیون ۵۰۰ زره کډوال افغانستان ته راستانه شي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې سږ کال به ۱.۴۶ میلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: اوچا د دوشنبې په ورځ (د دلوي ۲۳) په خپل راپور کې په افغانستان کې د بشردوستانه فعالیتونو او د راستنیدونکو کډوالو د بشری اړتیاوو په اړه لیکلی چې ښایی دغه شمېره نوره هم لوړه شی.

د دغه نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، تمه ده چې له پاکستانه ۴۸۳ زره او له ایران څخه ۹۷۸ زره کډوال هېواد ته راستانه شي.

په دغه راپور کې ټینګار شوی چې د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو او پر کوربه هېوادونو د فشارونو د کمولو لپاره د بشری مرستو زیاتوالی ته اړتیا ده.

د دغه راپور له مخې، په تېر نومبر میاشت کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستلو د حکم له صادرېدو وروسته ۴۷۱ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

OCHA او د هغې بشردوستانه همکارانو د تورخم او سپین بولدک په پوله کې سرپناه، خواړه او اوبه، مالي مرستې، روغتیایی خدمتونه، ښوونه او روزنه او رواني او ټولنیزې مرستې د مهاجرینو د لومړنیو اړتیاوو په توګه پیژندلي دي.

د اوچا په راپور کې راغلي چې د افغانستان له نیمایي څخه زیات نفوس، چې د شاوخوا ۲۳،۷ میلیونو وګړو په ګډون به په ۲۰۲۴ کال کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اوچا ویلي دي چې په راتلونکي کال کې به د خپلو بشردوستانه همکارانو په مرسته ۱۷.۳ میلیونه خلک د خپلو مرستو تر پوښښ لاندې راولي.

په دغه راپور کې وچکالۍ، پر ښځو محدودیتونو او د «جنسي» تاوتریخوالي زیاتوالي ته په اشارې سره ویل شوي چې افغانستان د «ساتنې له بحران» سره مخ دی.
https://avapress.com/vdcbfsb5grhbwwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته