دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 285842
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له سریلانکا سره مخامخ کیږي
نن چهارشنبه د ډسمبر ۲۵ مه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په یوه ورځنۍ لوبه کې د سریلانکا له لوبډلې سره مخامخ کېږي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه لوبه به نن ماسپښین ۱:۳۰ بجې د سریلانکا په کنډي ښار کې پیل شي.
 
دا د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ دریمه پنځوس اوریزه لوبه ده.

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ لوبه په ۴۲ منډو او دویمه لوبه په ۱۵۵ منډو وګټله، دا د دې لړۍ دریمه او وروستۍ لوبه ده.

له دې وروسته به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سریلانکا له لوبډلې سره درې شل اوریزې لوبې هم وکړي.
https://avapress.com/vdceen8wwjh8vvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته