دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 285979
د افغانستان ملي لوبډلې د ایران د کراټې د نړیوالو سیالیو په شپږم پړاو کې د سپینو زرو مډال وګاټه
د افغانستان د کراټې فدراسیون ملي غړي عبدالهادي شیرزاد د ایران د نړیوالو سیالیو په شپږم پړاو کې د سپینو زرو مډال وګاټه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کراټې فدراسیون چارواکي وايي چې ښاغلي شېرزاد د هېواد په استازیتوب په ایران کې د مېشتو کډوالو په برخه کې ګډون وکړ او د "کیوکوشین ساکاموتو" په سیالیو کې یې خپلو ایراني او عراقي مخالفینو ته ماتې ورکړه. سټایل په منفي ۷۰ کیلو ګرامه وزن کې د دوهم مقام د ګټلو سربیره د ټورنمنټ د سپینو زرو مډال هم وګاټه.
 
د کیوکوشین ساکاموتو سټایل نړیوال کراټې سیالۍ شپږم پړاو د څه باندې شپږو هیوادونو ترمنځ ترسره شو او کوربه یې تهران و.
https://avapress.com/vdcfetd01w6dc1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته