دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۵
د مطلب کود : 286027
د کرکټ ملي لوبډلې په پرله پسې څلورم ځل سریلانکا ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې ته د څلورو منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه د شنبې په شپه د دلوی په ۲۸ مه د سریلانکا په کوربه توب په رنګیري ډمبولا نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.
 
په دې لومړۍ لوبه کې د سریلانکا د ملي لوبډلې لوبغاړو توپ وهنه پیل کړه او وکولای شول تر ۱۹ اوورونو مخکې شي او افغانستان ته یې ۱۶۱ منډې هدف وټاکه.
 
په دغو سیالیو کې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه کړ او دغه لوبه یې وبایلله.
 
په دې لوبه کې د افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ ۶۷ منډې او د سریلانکا لپاره وینډو هاسارنګا ۶۷ منډې وکړې.
 
افغانستان په دې لوبه کې ماتې په داسې حال کې ومنله چې تېره اوونۍ د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې ته په درېیو یو ورځنیو لوبو کې ماتې ورکړې وه.
 
په روانه اونۍ کې به دواړه لوبډلې د ۲۰ اوریزه سیالیو په چوکاټ کې د یو بل پر وړاندې دوه نورې سیالۍ ترسره کړي.
https://avapress.com/vdcauinu049naw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته