دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 286083
په جوزجان ولايت کې د ښوونځيو ترمنځ د فوټبال ژمنۍ سيالۍ پيل شوې
د فوټبال ژمنۍ سيالۍ د جوزجان ولايت د پوهنې رياست له خوا د دې ولايت د زده کوونکو ترمنځ د ١٣ ټيمونو په شتون سره پيل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایی؛ د فوټبال ژمنۍ سیالۍ د ۱۳ لوبډلو او ۱۹۵ زده کوونکو په شتون سره د جوزجان ولایت په مرکز کې د ښوونځیو ترمنځ پیل شوې.
 
دوی زیاته کړه، د فکري ودې د دې سیالیو له پیلولو څخه یې موخه د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د ورزشي استعدادونو پېژندنه ده او په دې برخه کې د جوزجان ولایت د بېلابېلو ښوونځیو په استازیتوب د فوټبال ۱۳ لوبډلو ګډون کړی دی.
 
د چارواكو په وينا، په دې سياليو كې به څلور لوبډلې سهار او ماسپښين له يو بل سره مخامخېږي.
 
د جوزجان ولايت د پوهنې رياست مسوولين وايي چې د پوهنې وزارت د زده کوونکو ښوونيز او روزنيز بهير ته جدي پاملرنه کوي او د هغوى ورزش او روغتيا ته هم پاملرنه کوي.
 
په ورته وخت کې د جوزجان ولايت د فوټبال فدراسيون مسوولين د دغه ولايت په ښوونځيو کې د فوټبال د ژمنيو سياليو د پيلېدو هرکلى کوي او وايي: دغه ډول سيالۍ د ځوانانو د استعدادونو په وده کې ډېرې اغېزمنې دي او د زده کوونکو اړتيا ده.
 
د يادونې وړ ده، چې په جوزجان ولايت کې په تېرو شپږو کلونو کې په بېلابېلو څانګو کې شاوخوا سل ورزشي لوبډلې جوړې شوې دي.
https://avapress.com/vdcc4eqi12bq4x8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته