افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ چارواکو د دغې ولسوالۍ د درنو واورو د ورښت له امله د تړل شویو لارو د بیا پرانیستلو خبر ورکړی، چې د دغې ولسوالۍ دروازې پای ته رسیدلې او د څلویښتو ساعتونو په هڅو سره د دغه ولایت د شغنان ولسوالۍ د لارې د خلاصیدو خبر ورکوي.
دوی زیاته کړه، چې دغه لارې له پنځو ورځو وروسته د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې، ځايي خلکو او د "اکا" دفتر له لوري بېرته پرانیستل شوې او د شغنان او دروزګان ولسوالیو د لارو د ترافیکو ستونزه هواره شوې ده.
د شغنان ولسوالۍ چارواکي وايي، د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوی، خو د بار وړونکو موټرو پر مخ لا هم لاره نه ده خلاصه شوې.
د يادونې وړ ده، چې د تېرې اونۍ د واورې ورېدو د بدخشان ولايت د ١٢ ولسواليو مواصلاتي لارې تړلې وې او د دغه ولايت د سيمه ييزو ارګانونو مسوولين له پنځو ورځو وروسته د شپږو ولسواليو مواصلاتي لارې بېرته پرانېستلې.