دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 286876
په سمنګان ولایت کې پر ۱۷ زره کورنیو د خوراکي توکو د نړیوال سازمان له لوري د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل شوه
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د سمنګان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ثمرالدین شاهرخي په دغه ولایت کې اړو کسانو ته د خوراکي توکو د ویش په اړه وویل: د خوړو نړیوال سازمان له نورو موسسو سره په ګډه د دغه ولایت د لا زیاتو مرستو لپاره په سمنګان ولایت کې پر ۱۷ زره اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.
 
هغه زياته کړه: په وېشل شويو خوراکي توکو کې ٤٥٤ ټنه اوړه، ٤١ ټنه غوړي، ٥٦ ټنه چرس او د اړتيا وړ مالګه شامله ده او دغه خوراکي توکي د ايبک، حضرت سلطان او ديره ولسواليو له اړمنو کسانو سره ووېشل شول.
 
شاهروخي وويل، چې په وېشل شويو خوراکي توکو کې هرې کورنۍ ته ٥٠ کيلو اوړه، ٤،٥ کيلو غوړي، ٦،٢٥ کيلو پخه شوې خواړه او ٧٠٠ ګرامه مالګه شامله ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د خوراک نړيوال سازمان څه موده وړاندې په دره صوف بيان ولسوالۍ کې پر څه باندې درې زره کورنيو خوراکي توکي وېشلي وو.
https://avapress.com/vdccmeqie2bq448.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته