افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې د ۵۵۹ تنو په ګډون ۱۰۶ افغان کورنۍ (شنبه، د جوزا ۵مه) له پاکستان څخه په زوره ایستل شوې او د سپین بولدک او تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له دغو کډوالو څخه پر یو شمېر یې نغدي مرستې وېشل شوي او یو شمېر یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت د نړیوال سازمان دفترونو ته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه ورپېژندل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له څو میاشتو راهیسې پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړې ده.
ویل کیږي چې په لومړیو میاشتو کې تر ۵۰۰ زرو ډیر افغان کډوال له پاکستان څخه ویستل شوي دي.