افغان غږ خبری آژانس: د هند اوسني لومړي وزیر نریندرا مودي، نن د یکشنبې په ورځ ( د جوزا په ۲۰ مه) د خپل ملتپال ګوند «بهارتیا جنتا» او نورو ایتلافي ګوندونو په ګډون لوړه وکړه. د هند په وروستیو ټاکنو کې د هغه د ګوند د محبوبیت او رایو کمښت مودي اړ کړ چې ایتلافي حکومت جوړ کړي.
۷۳ کلن مودي، چې د وروستیو ټاکنو د پایلو له امله به یې حکومت یو ایتلافي وي او د هغه د ایتلافي کابینې د ۳۰ وزیرانو نومونه او جزیات لا نه دي په ډاګه شوي.
په دغو مراسمو کې د بنګله دېش صدراعظمې شیخ حسینه او د سریلانکا ولسمشر رانیل ویکرما سنګهـ، د بوتان، نیپال او مالدیف مشرانو هم ګډون کړی و. په دې مراسمو کې یو د پام وړ ټکی دا دی چې د چین او پاکستان مشران غیر حاضر وو.