دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۴۴
د مطلب کود : 36834
دافغانستان په قندوز کښې یو امریکايي مړ او ۶ ژوبل شوي
له ځینو مظاهره چیانو سره وسلې ورسره وې او هغوې دامریکا دپوځي اډې داخل ته لاسي بمونه واچول چې له کبله یې یو امریکايي مړه او شپږ نور ژوبل شول .
دافغانستان په کندوز کښې دامریکا په پوځي اډې حملې کښې یو امریکايي مړ او شپږ نور ژوبل شوي .
  دافغانستان په شمال کښې په قندوز ولایت کښې دامریکا دعسکرو لخوا دقران کریم دسوزولو په اعتراض کښې دمظاهرو په وخت دامریکا په اډې یو لاسي بم وغورځول شو چې له کبله یې دامریکا یو امریکايي مړ او شپږ نور ژوبل شوي .
په دغه پیښه کښې یو مظاهره چي هم وژل شوی .
دافغانستان دقندوز ولایت دپولیسو دمشر مرستیال سید سرور حسیني وویل نهویشت زره خلکو دقندوز په امام صاحب ولسوالۍ کښې دامریکا دعسکرو لخوا په بګرام هوايي اډې کښې دقران مجید دسوزولو په اعتراض کښې مظاهرې وکړې او زیاته یې کړه مظاهره چیانو هڅه کوله په دغه ولسوالۍ کښې دامریکا په پوځي اډې حمله وکړي خو مخه یې ونیول شوه .

هغه وویل چې له ځینو مظاهره چیانو سره وسلې ورسره وې او هغوې دامریکا دپوځي اډې داخل ته لاسي بمونه واچول چې له کبله یې یو امریکايي مړه او شپږ نور ژوبل شول .
دقندوز د پولیسو دمشر مرستیال زیاته کړه چې دولسوالۍ دپولیسو دمشر په شمول پینځلس افغان پولیس ژوبل شوي هم دي .
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbawbf.rhb0fp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته