دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۲۱:۰۳
د مطلب کود : 37260
لومړنۍ پایلې ددې ښودنه کوي د اسلامي شورا په ټاکنو کښې ۶۴/۲ سلنه ایرانیانو ګډون کړی
د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل د رایو شمیرل بیګا د رایو اچونو د بهیر له ختمیدو سمدستې وروسته پیل شوي او تراوسه د ۴۰ زرو او ۵۳۰ مرکزونو رایو شمیرل شوي دذي .
د اسلامي شورا د ټاکنو د پایلو مقدماتې نتیجې ددې ښودنه کوي چې تراوسه د ۲۱ مرکزونو رايي پریکنده شوي دي چې مهمه ېې له قم ولایت څخه د دوه لکو اویا زره او ۳۸۲ رایو سره د علي اردشیر لاریجاني کامیابیدل دي .
د لومړنیو شمیرنو له مخې له تهر ان ښار څخه تر اوسه ۷۰۸ صندوقونه شمارلي چې پکې غلامعلی سیدمحمدحسن ابوترابی‌فرد، مرتضی آقاتهرانی، سیدمسعود میرکاظمی، سیدعلیرضا مرندی، علی مطهری، احمد توکلی، سیدمحمود نبویان،محمد کوثری او بیژن نوباه له لومړي تر لسم نمبر پوري مقامونه ترلاسه کړي دي ؟.
له دې حوزې دیرش کسان اسلامي شورا یا پارلمان ته لاره مومي .
له بلې خوا د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر مطفی محمد نجار د اسلامي شورا د نهم پړاؤ د ټاکنو مقدماتې پایلې اعلان او ویې ول په دغو ټاکنو کښې څلور شپیته عشاریه دوه سلنه خلکو ګډون کړی ؤ .
هغه وویل دغه شمیرنه قطعي نه ده او رایو تر بشپړو شمیرلو پورې ممکنه ده بدله شي .
د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل د رایو شمیرل بیګا د رایو اچونو د بهیر له ختمیدو سمدستې وروسته پیل شوي او تراوسه د ۴۰ زرو او ۵۳۰ مرکزونو رایو شمیرل شوي دذي .
په دغو ټاکنوکښې د خلکو د ګډون د مخنیوې لپاره د لویدیځ له ډیرو دباوونو او لګښتونو سره سره پرون د ایران ملت په پراخ ډول د پارلمان په ټاکنوکښې ګډون وکړ او لس ساعته نور هم د رایو ور کولو موده تمدید شوه .
د ایران له ۷۵ ملیون نفوس څخه ۴۸ ملیونه دوه لکه دوه اتیا زره ۷۹۹ کسان د رایو ورکولو شرایط لري .
په دغو ټاکنوکښې ۳۴۰۰ کاندیدان د اسلامي شورا د ۲۹۰ څوکیو لپاره سیالۍ وکړي .
کابو ۱۳۰۰ کورنیو ، ۳۵۰ بهرنیو خبریالانو د اسلامي شورا نهم پړاؤ ټاکنو ته خبري پوښښ ورکړ .
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfx0dm.w6devaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته