دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 38604
۱۴ تنه د دولت وسلوال مخالفین دملی پولیسو په عملیاتو کی ووژل شول،څلور تنه ټپیان او ۷ تنه یی ژوندی ونیول شول
د ملي پولیسو ،ملی پوځ ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د ۱۳ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کابل ، ننګرهار ، فاریاب ، کندهار ، هلمند ، نیمروز ، زابل ، غزنی او پکتیا ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملی پوځ ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د ۱۳ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کابل ، ننګرهار ، فاریاب ، کندهار ، هلمند ، نیمروز ، زابل ، غزنی او پکتیا ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول، ۱۴ تنه د دولت وسلوال مخالفین ووژل شول، څلور تنه ټپیان او ۷ تنه یی د ملی پولیسو له لوري ژوندې نیول شوي دي.

په یادو عملیاتو کې یو اندازه سپک او درانې جنګې مهمات او چاودیدونکې توکې دهیواد ملي پولیسو لاسته لویدلي دي.
همدا رازد هیواد ملي پولیسو یوه کړی د وسایطو ضد ماین او ۸ ډزه ددرنووسلو مرمې چې د افغانستان د دښمنانو لخوا د ورانکارو کړنو د ترسره کولو په موخه د نورستان او هرات ولایتونو په اړوندو سیمو کې نوي ځاې پر ځاې شوي وو کشف او شنډکړل.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5qap.t1avu26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته