دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۲۰
د مطلب کود : 39064
د امریکا یو جګپوړی دیپلومات پاکستان ته ځي
سبا / چهارشنبه/ اسلام اباد ته رسېږي چې د پاکستان پارلمان لا هم له امریکا سره د پاکستان د حکومت د اړیکو په باب د سپارښتنو په ترتیبولو غور کوي.
تاند - د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې د دغه هیواد یو جګپوړی دیپلومات روانه اوونۍ پاکستان ته ځي د جګړې د شریکانو ترمنځ د همکاریو پرزیاتېدا خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ټام نیډس په داسي حال کې سبا / چهارشنبه/ اسلام اباد ته رسېږي چې د پاکستان پارلمان لا هم له امریکا سره د پاکستان د حکومت د اړیکو په باب د سپارښتنو په ترتیبولو غور کوي.

په وروستیو کې د امریکا او پاکستان د ملکي او پوځي چارواکو ترمنځ له یوې اوږدې وقفې وروسته د خبرو لړۍ بیا پیل شوې ده. تېره اوونۍ (مارچ۲۷) د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني په سیول کې د اتومي ترهګرۍ د کنفرانس ترڅنګ سره وکتل، ورپسې د امریکا دوه جګپوړي جنرالان راولپنډۍ ته لاړل چې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال کیاني سره د افغانستان- پاکستان په پولو کې د پوځي هماهنګیو او ترانزیتي لارې په باب خبرې وکړي. تر دې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې له افغان او پاکستاني چارواکو سره په درې اړخیزه غونډه کې ګډون کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د ټام نیډس د سفر په اړه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي:«موږ غواړو چې د پاکستان له حکومت سره پر هغو مسایلو چې د دواړو خواوو لپاره د اندېښنې وړ دي، لکه امنیت؛ په افغانستان کې سوله او ثبات؛ او اقتصادي پرمختګ، خبرې وکړو.»

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي:«لکه څرنګه چې ولسمشر بارک اوباما له صدراعظم یوسف رضا ګیلاني سره تر کتنې مخکې ویلي و، موږ د پاکستان د پارلمان د کار درناوی کوو او باور لرو چې زغردې خبرې مهمې دي څو دا مسایل راپورته او پرې کار وشي.»

په پاکستان کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو او له تروریزم سره د پاکستان د همکاریو د ګڼو نورو نښو نښانو له څرګندېدو وروسته د امریکا د کانګریس غړیو د تروریزم پرضد په جګړه کې د پاکستان پر ملګرتوب شکونه وکړل او له دغه هیواد سره یې د امریکا د مرستو د مخنیوي لپاره ګامونه واخیستل.

پاکستان هم په متقابل ډول له خپلې خاورې افغانستان ته د ناټو لپاره د اکمالاتو د تېرېدو مخه ونیوله، ویې ویل چې دا کار د دوو پاکستاني پوستو په بمبارۍ کې د ۲۴ پاکستاني پوځیانو د وژلو په اعتراض کې کوي
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjxyet.uqehmz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته