دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۴۳
د مطلب کود : 44249
په سرپل کې یو وار بیا د یوه ښوونځي لسګونه ښځینه زده کوونکي مسمومې شوي
د چهارباغ د منځنی ښوونځی 59 نجونې زده کوونکي مسمومي شوي او روغتون ته لیږل شوي.
په سرپل ولایت کې نن یو وار بیا د یو ښوونځی لسګونه زده کوونکي مسمومې شوي دي.

د سرپل د پوهنې ریاست د تدریس مرستیال سید عبدالوکیل ازادۍ راډیو ته وویل، چې د چهارباغ د منځنی ښوونځی 59 نجونې زده کوونکي مسمومي شوي او روغتون ته لیږل شوي.

دا په سرپل کې په تیره یوه اونۍ کې څلورم وار دی، چې نجونې زده کوونکي مسمومیږي.

خو د راپورنو سره سم افغان امنیتي ادارې تر اوسه نه دي توانېدلي، چې په تور یې څوک ونیسي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaouny.49nyy1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته