دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 46241
عزیزالله لودین له ولسمشر کرزي څخه غوښتي چې د مالیې وزیر دنده دې وځنډوي
له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې ريیس وايي؛ چې له ولسمشر حامد کرزي څخه یې غوښتي دي، چې د مالیې د وزیر ډاکتر محمد عمر زاخېلوال دنده وځڼډوي.

د دې ادارې رييس عزیزالله لودین ازادي راډیو ته وویل؛ ولسمشر ده ته دنده سپارلې چې د مالیې د وزیر کارونه وڅېړي.

″ولسمشر زما دا وړاندیز منلی و، چې یو هیات واستوو څو مسلې وڅیړي، خو اوس اړتیا دا ده، چې یوه مفصله څیړنه وشي او زه به د شنبې په ورځ ولسمشر ته یو وړاندیز واستوم؛ چې د مالیې د وزیر دنده وځنډوي.″

ښاغلي لودین وویل، د حکومت څلور نور چارواکي هم په اداري فساد تورن دي؛ خو لا وختي دی، چې د هغوی نومونه واخلي.

ښاغلي لودین پخوا د انرژۍ وزیر محمد اسماعیل خان د مځکو په غضب تورن کړی و؛ خو ولسمشر کرزي او لویې څارنوالۍ د اسماعیل په وړاندې کوم اقدام ونه کړ.
سرچينه : افغان غږ آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcezw8e.jh8pei6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته