دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 46876
په نیمروز ولایت کې یو تروریستي برید شنډ شوی
په نیمروز ولایت کې پولیسو د سه شنبه په شپه د یو ترهګریز برید مخه نیولې ده.
امنیتي چارواکي وایي، تیره شپه لس بجې کله چې دوو ځانمرګو برید کوونکو غوښتل د چاودیدونکو تو کو او واسکټو نو سره یوځای د زرنج ښار ته ننوځي د پولیسو له خوا ووژل شوه.

د نیمروز امنیه قوماندان مل پاسوال محمد موسي آزادي راډیو ته وویل؛ چې دغه ځانمرګي د پاکستان اوسیدونکي دي او غوښتل یې د نیمروز ولایت پر ماڼۍ ځانمرګي برید ترسره کړي.

د قوماندان په وینا د ځانمرګو سره وسلې او یو زیاته اندازه چاودیدنوکي توکي هم نیول شوي دي.

تر اوسه پورې د دولت وسله والو مخالفانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqva5.t1aqy26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته