دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۱۵
د مطلب کود : 47665
كه ولسي پاڅونونه په هیواد کې ادامه ومومي، راتلونکی به یې افغانستان ته له خطره ډک وي
دمشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار دسه شنبې په ورځ، دهیواد دسنامجلس په عمومي غونډه کې وویل:
دافغانستان خلک نن دهیواد په مختلفو سیموکې له ناامنیو څخه ستړي شوي دي، نوځکه مونږ له حکومت څخه غوښتنه کوو څودهیواد دامنیتي ستونز په لیرې کولو کې بیړه وکړي.
ښاغلي مسلمیار زیاته کړه: نن دهیواد کې علماء عمده رول لوبوي،نو هيواد له علماء څخه غواړو څو په جوماتونو او دخلکو په منځ کې په خپلو تبلغونو سره د دولت دامنیتي ستونزو په لیرې کولو کې له دولت سره مرسته وکړي.
دهیواد دسنا دمجلس رییس وایې: نن مونږ خلک دهیواد له پولیسو مخ اړوي، نوتوهغو چې خلک له پولیسو سره مرستندی نه وی، باور ولرﺉ چې افغانستان ته به امینت را نه شي.
هغه زیاته کړه: دهیواد علما باید خلکو ته دتبلیغ پوهاي دنده ومني او له پولیس سره دې مرستندوی وي څوموهیواد له کړکیچ راووزي.
دمسلمیار په وینا که خلک له فعلي حکومت څخه خوشحاله نه وي، نو دهیواد دسنا مجلس غړي دې له دې کړکیچ څخه دوتو لپاره یوه لیار وسنجوي.
هغه زیاته کړه: که ولسي جګړې په هیواد کې ادامه ومومي راتلونکي به یې دافغانستان لپاره له خطر ډک وي.
هغه وویل: مونږ ټول غټ، واړه، ښځې او نر په افغانستان کې ژوند کوو، نومونږ ټول ددې هیواد په وړاندې مکلف يوڅو دناامنیو مخه ونیسو.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcftvdj.w6devaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته