دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۳۶
د مطلب کود : 48579
د اطلاعاتو او کلتور وزیر د پريکړې پر وړاندې د سبا ټلويزيون دريځ

د وږي په نوولسمه نېټه د افغانستان د ملی تلویزیون د خبری سرویس له لارې داسې خبر خپور شو چې گواکې له رسنيو څخه د سرغړونې کميسيون ، سبا ټلويزيون د افغانستان لويي څارنوالي ته د ور پيژندلو پريکړه کړې. سبا ټلويون يوازې د ملي ټلويزيون له لارې پر خپل ځان د ادعا د شتوالي په اړه مالومات ترلاسه کړي، او تر اوسه هيڅ رسمي سرچېنې په دې اړه نوموړې رسنۍ ته خبر نه دى ورکړى. سبا تلویزیون چې خپل ځان يوه مسلکي او پر اوصولو ولاړه رسنۍ بولي د خپرونو تگلاره يي پر ملي گټو، فرهنگي ارزښتونواو د افغانستان د خلکو او ليدونکو په غوښتنه برابره شوې. سبا ټلویزیون د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر دغه گام د افغانستان له اساسی قانون سره په ټکر گڼي، او دا د رسنیو د قانون او د بيان د خپلواکۍ پر ضد چاره په گوته کوي. سبا ټلويزيون همداراز د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت دغه پريکړه په هيواد کې پر خپلواکو رسنيو فشار بولي. سبا تلویزیون د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر دغه کړنه غندي او د خپلی ادارې د حیثیت د اعادې او د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت لخوا د بښنې غوښتنه کوي. موږ دغه قضیه د خپل حقوقي مشاور، نړيوالو او کورنيو رسنيزو بنسټونو او مخاطبينو په همغږۍ کې په منظم ډول څارو .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaomny.49na01xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته