دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۱۲
د مطلب کود : 50592
۱۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ۷ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کنړ ، کندز ، سرپل ، غزنی ، پکتیا او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۵ تنه یی د هېواد امنیتې ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .

په یادو عملیاتو کې ۳۵ کیلوګرامه نشه یی توکې او یوه اندازه وسلې او مهمات چې په یادو وسلوکې ۱۱ میله بیلا بیل ډوله وسلۍ ، یو میل پیکا ،۷ ډزه د درنو وسلو مرمې ،۲۰۰۰ ډزه د سپکو وسلو مرمې ، څلور کړۍ ماینونه ، دري قبضې لاسې بمونه ، ۱۳ پایی مخابری ، دوه عرادي موټرسایکلونه او یو عراده موټر د ملي پولیسو لاسته لویدلي دي.

همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ یوه کړۍ د وسایطو ضد ماین چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د یاد ولایت مرکز په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcirwaw.t1au326kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې