دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۰۶:۴۵
د مطلب کود : 50848
توفان هريرود د کابل د غوره ليګ اتل شو
توفان هريرود د افغانستان د فوټبال د لومړي غوره ليګ د سياليو اتل شو.

دې ټيم په کابل کې خپل سيال سميرغ البرز ته دوه د يوه په وړاندې ماتې ورکړه، او د اتلولۍ جام يې خپل کړ.

دواړه ټيمونو د مسابقې په پيل کې په جوزجان کې د تېرې شپې د ټرافيکي پېښې په اړه خواخوږي وښوده.

په هغه ټرافيکي پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او شپږدېرش نور ژوبل شوي دي. اکثره قربانيان د سيمرغ البرز د ټيم مينه وال وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc44qp.2bqx08j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته