دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۴۹
د مطلب کود : 51734
د پوهنې وزیر د میلیونونو ډالرو په ارزښت د کمپیوټر ساینس ودانۍ
نوې ودانۍ په درۍ پوړه کې په پاخه ‌ډول جوړه شوې چې ۳۰ درسي ټولګي لري اود ۱۵۰۰ زده کونکو وړتیا لري . خو دا مهال پکې ۶۰۰ زده کونکي د کمپیوټر د بیلا بیلو برخو په مسلکي زده کړو بوخت دي .

پر دې سر بیره د مسلکي ښوونکو د اکاډمۍ د ودانۍ کار هم پیل شو . پر دغه لویه او عصري ودانۍ به د جرمني هیواد لخوا ۱۴ میلیون یورو ولګیږي او په ۲ کلونو کې به یې کار بشپړ شي .
په دغه ۲ پوړیزه ودانۍ کې د ښوونکو لپاره ټولګي ، لابراتوارونه ، کمپیوټر خونې ، کتابتون، لیلیه ، د کنفرانسونو تالار او نورې اړینې برخې موجودې دي .

دا به په کابل کې لویه اکاډمي وي چي د پوهنې د وزارت په باور به د ښوونکو د روزنې په برخه کې به ستر مثبت بدلون را منځ ته کړي .
پر همدې مهال د پوهنې وزیر ښاغلي وردګ د کرنیزو زده کړو د ملي انستیتیوت د جوړیدنې چارې هم وکتلې پر دغه انستیتیوت په لومړیو دریو کلونو کې څه باندې ۱۵ میلیون یورو د هالنډ هیواد لخوا لګول کیږي .
دغه هیواد ژمنه کړې چې تر هغه وروسته به هم د کرنې له دغه انیتیتیوت سره هر کال ورته مرسته کوي .

بلخوا د افغانستان د پوهنې دوزیر لخوا په کابل کې د څه باندې ۵۲ میلیون افغانیو په ارزښت د کرنې او وترنرۍ د انستیتیوت د جوړیدو چارې هم پیل شوې .
ددغه علمي او تخنیکي مر کز لپاره به په هرډول اړینو وسایلوسمباله ودانۍ په را تلونکي یو نیم کال کې جوړه شي . ددغه انستیتیوت لګښت د پوهنې د وزارت له بودجې ور کول کیږي . 

د افغانستان د پوهنې وزارت ژمن دی چې په ټول افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د پراختیا لپاره نورې ورته و دانۍ هم جوړې کړي .

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkqnm.23nzxdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته