دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۲۵
د مطلب کود : 53800
پنیټا: په پاکستان کې د ترهګرو ځالي د افغانستان امنیت ته ګواښ دی
د امريکا دفاع وزارت وایي، چې په پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالې اوس هم د افغانستان د امنيت او ثبات لپاره لوى ګواښ دی.

دفاع وزارت دغه څرګندونې په خپل هغه شپږ مياشتني راپور کې په ډاګه کړې؛ چې پرون يې کانګريس ته لیږلی وو.

د امريکا د دفاع وزارت په دغه راپور کې زياته کړې، چې د امريکا او پاکستان د اړيکو له ښه والي سره سره پاکستان په دوامداره توګه په افغانستان کې له ترهګرو سره مرستې کوي.

په راپور کې راغلي، چې په پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالې نه يواځې د افغانستان امنيت او ثبات ته ګواښ دى؛ بلکې په دغه هېواد کې يې مېشتو امريکايي او ناټو ځواکونو ته هم ستونزې پيدا کړې دي. 

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzj0k.yt0sz6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته