دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۲۱:۱۲
د مطلب کود : 54745
دایران او شمالي کوریا دتوغندوي ملګرتیا ادعا یوازې ګونګوسه ده
د افغانستان په شمال کې د ډایاک پروګرام مسئولان وایي، چې په تیرو شپږو کلونو کې دوي شاوخوا ۱۶۰ غیر مسؤله ډلې بې وسلې کړي دي.

په شمال کې د دې پروګرام مسئول جنرال منان نن ازادۍ راډيو ته وویل، چې، دا ډلې په سیمه کې د طالبانو په پرتله زیات امنیتي ګواښونه پيښوي.
دی زیاتوي، چې دا ډلې له نورو مافیایې او وسله والو ډلو سره نژدې همکاري لري:

(په نا امنه سیمو کې غیر مسئوله وسله والي ډلي فعالیت کوي. دوي په سیمه کې د وسله او مخدره موادو له قاچاق وړونکو سره همکاري لري. موږ دا نه ردوو چې غیر مسئوله ډلي لا هم شته .)

راپورونه وایې، چې اوس مهال د افغانستان په شمالي ولایتونو کې شاوخوا درې سوه غیر مسئوله وسله والي ډلي فالیت کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccpmqp.2bq008j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته