د افغانستان او ایران د ملي امنیت د شوراګانو سلاکارانو پرون په کابل کې پر سرحدي او اقتصادي مسایلو خبرې وکړې.
له ارګ څخه د یوې خپرې شوې خبرپاڼې له مخې دواړو خواوو د سیمې د هیوادونو ترمنځ پر اوږدمهالو همکاریو خبرې وکړې او تاکید یې وکاوه چې د افغانستان او ایران د خلکو ترمنځ باید اقتصادي او کلتوري اړیکې پیاوړې شي.
د رنګین دادفر سپنتا او سعید جلیلي په کتنه کې د دوو هیوادونو د ملي امنیت د شوراګانو مرستیالانو ته دنده وسپارل شوه چې د دوو هیوادونو د امنیتي او اقتصادي اړیکو پر راتلونکي خبرې وکړي.
د ایران د ملي امنیت سلاکار د افغانستان ترسفر مخکې په نوي ډیلي کې له هندي چارواکو سره په کتنه کې د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې کړې وې.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)