دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۰۸
د مطلب کود : 55992
پاکستاني چارواکوغوښتل چې په تورخم کې دروازه ولګوي، خو بریالي نشول

د پاکستاني چارواکو هغه اقدام ترسره نه شو، چې غوښتل يي په تورخم کې دروازه ولګوي.

له تورخم نه یو شمېر هېوادوالو ازادۍ راډيو ته ویلي، چې پرون سهار پاکستاني چارواکو غوښتل، چې په تورخم کې ګېټ یا نې دروازه ولګوي، خو افغان سرحدي پولیسو يي مخالفت وکړ.

دوی وايي، خبره تر دې ورسیده، چې دواړو لوریو ته امنيتي ځواکونو خپل تیارۍ هم ونیوه.

په ختیځ کې د سرحدي پولیسو چارواکو هم دا خبره منلې، چې داسې یوه ستونزه راولاړه شوې وه، خو په خبره يي دوي د خبرو له لارې تفاهم ته رسیدلي دي او اوس په تورخم کې خلک ازاد تګ راتګ کولای شي.

د سرحدي پولیسو د چارواکو په خبره په سرحد کې د دروازې لګول باید د دواړو هېوادونو په موافقې سره وشي.


سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchiwnm.23nmwdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته