دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۰۸:۱۷
د مطلب کود : 62687
امریکايي جنرال: د پاکستان پناهځایونه د افغانستان امنیت ګواښي
تاند - یوه جګپوړی امریکايي جنرال پرون/سې شنبې/ وویل، له دې سره سره چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې خورا لوړ ګامونه اخلي، په پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالې د افغانستان سولې او ثبات ته ستونزې جوړوي.
په افغانستان کې د ناټو امریکايي قومندان جنرال جوزیف ډنفرډ وویل:«په پاکستان کې د تروریستانو خوندي ځالو او پناهځایونو د طالبانو مشرانوته د تحرکاتو او ازادو فعالیتونو، د جنګي روزنې او د حملو د پلان جوړونې اسانتیا او ازادي برابره کړې ده.»
جنرال ډنفرد، چې د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته د افغانستان په اړه په استماعیه غونډه کې خبرې کولې، همداراز وویل:«افغان طالبان او د حقاني شبکې په شمول د طالبانو ټولې ډلې لویې حملې کولی شي، که څه هم تروریستي ضد فشار د دوی وړتیا لږه کړې ده.»
ده دا هم وویل چې طالبان اوس په دې کلک باور لري چې ایساف ځواکونه له افغانستانه وځي او دوی اوس په تېره بیا د بهرنیو په مرسته او په پاکستان کې د پناهځایونو په مرسته د افغان امنیتي ځواکونو د کمزورولو لپاره هلې ځلې کوي.
ډانفرډ په عین حال کې وویل چې د ترهګرۍ پرضد پرله پسې عملیاتو د طالبانو په لسګونو القاعده ملاتړ کوونکي له منځه وړي او د القاعده پر غړیو یې فشار زیات کړی، او د دوی خوځښت (تحرک) یې د افغانستان د شمال لوېدیځ په یوه محدوده او لېرې پرته سیمه پوري رالنډ کړی دی.
ده دا هم وویل چې د القاعده او د دې شبکې د پلوي طالبانو او همداراز په افغانستان کې د القاعده د لږ شمېر غړیو پرضد له اغېزمن تروریستي ضد فشار سره سره له افغان طالبانو سره د القاعده اړیکې دوام لري.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قومندان د افغانستان د امنیتي ځواکونو او د پاکستان د پوځ ترمنځ د رغنده اړیکو د ټینګېدو په اړه هم خبرې وکړې.
ده وویل:« امنیت، په تېره بیا د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو کې، د یو بل همکارۍ ته اړتیا لري. د افغانستان – پاکستان اړیکو وخت په وخت ټیټې- هسکې لرلي خو دواړه هیوادونه دا مني چې د افغانستان ثبات پر پاکستان اغېز لري او د پاکستان امنیت پر افغانستان.»
په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو عمومي قومندان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې ناحل شوې مسله د دوو هیوادونو ترمنځ د اختلاف سرچینه وبلله.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgu393.ak9x74g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته