دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 64364
امریکا له افغانستان او پاکستانه وغوښتل چې سرحدي ستونزې په خپل منځ کې حل کړي
تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان او پاکستان وروستۍ سرحدي شخړه ځوروونکې بللې او له افغانستان او پاکستان څخه یې غوښتي چې خپلې سرحدي مسلې په سوله ییز ډول او په خپل منځ کې حل کړي.
د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې د امریکا د دفاع وزارت(پینتاګون) مطبوعاتي ريیس وویل:«موږ د پولې په اوږدو کې له وروستۍ پېښې خبر یو. دا ډول پېښې هر وخت ځوروونکې دي. موږ دواړه خواوې هڅوو چې سرحدي مسلې په سوله ییز ډول حل کړي.» 
پرون د افغانستان ولسمشر د افغانستان په خاوره کې د پاکستان له لوري د پوستو او دروازو جوړولو ته په اشارې وویل چې پاکستان په دې ډول غواړي چې پر افغانانو فشار راوړي چې ډیورند کرښه په رسمیت وپېژني خو افغانان به دا کار هیڅکله ونه کړي.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د ډیورند کرښې مسله مخکې لا حل شوې ده.
د پینتاګون مطبوعاتي ريیس جورج لیټل په یوه خبري غونډه کې، چې کامرو ته پکې اجازه نه وه، همداراز ویلي، پکار ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پرسرحدي مسلو کار وشي.
لیټل زیاته کړه:«که پوی شو چې مرسته کولی شو وبه یې کړو.»
ده همداراز وویل: «د امریکا متحد ایالتونه له دواړو هیوادونو سره مرسته کوي چې په خپل منځ کې لانجه په سوله ییز ډول غوڅه کړي. خو زما له مالوماتو سره سم زموږ هڅې اغېزمنې نه دي.» 
د امریکا د دفاع وزارت ویندوی دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې افغان امنیتي ځواکونو په تېرو لسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره له پاکستان څخه د خپلې خاورې د یوې وړې برخې د دفاع لپاره پوځي عکس العمل وښود او د پاکستان له لوري یې په وروستیو کې څو جوړې شوې پوستې او دروازې ونړولې.
پاکستان د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ له روانې جګړې څخه په استفادې د دیورند کرښې په اوږدو کې په بې شمېرو ځایونو کې له صفري نقطې خپلې پوستې د افغانستان لور ته رامخکې کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcayeni.49nyi1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته